20 د خپلې وعدې په وجه په مونږ لازم دى چې هغوئ اوسېدو ته پرېږدو. کۀ مونږ داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک به مونږ له سزا راکړى.
صدقياه د نبوکدنضر بادشاه خِلاف بغاوت وکړو، اګر چې هغۀ د خُدائ پاک په وړاندې دا لوظ کړے وو چې د نبوکدنضر وفادار به وى. هغه د خپل ضد په وجه نۀ توبه ګار کېدو او مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې څۀ پرواه نۀ ساتله.
خپل ځان په بېسوچه نذر منلو سره خُدائ ته مۀ راګېروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوى.
”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
دوئ کم عقل، بېايمانه، بېرحمه، ظلم کوونکى دى.
د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے.
خو هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مونږه هغوئ سره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کلکه وعده کړې ده. اوس مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ شُو رسولے.
هغوئ مۀ وژنئ خو هغوئ به زمونږ دپاره لرګى ماتوى او اوبۀ به راوړى.“ او مشرانو هم دغه مشوره راکړې ده.