Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 9:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 خو هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مونږه هغوئ سره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په نوم کلکه وعده کړې ده. اوس مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ شُو رسولے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 9:19
5 Iomraidhean Croise  

زۀ وايم، د بادشاه حُکم منه، ځکه چې تا د خُدائ پاک سره د دې وعده کړې ده.


د صادق او د بدعمله، د ښۀ او د بد، د پاک او د ناپاک، هغه خلق چې خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کوى يا هغه خلق چې قربانۍ نۀ پېش کوى، ټولو سره قسمت يو شان معامله کوى. د يو ښۀ کس او د ګناهګار يو شان اَنجام وى، د قسم خوړلو والا او د قسم نۀ خوړلو والا دواړو يو منزل دے.


کله چې تاسو قسم خورئ چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے“ نو په رښتيا، اِنصاف، او صداقت سره خپله وعده پوره کوئ، نو بيا به تۀ د دُنيا قومونو ته د برکت ذريعه وګرځې او ټول قومونه به ستا په وجه زما نوم ته جلال ورکړى.“


خو بنى اِسرائيلو هغوئ ځکه نۀ شول وژلے چې د هغوئ مشرانو ورسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په نامه کلکه وعده کړې وه. ټولو خلقو د دې په حقله مشرانو ته شکايت وکړو،


د خپلې وعدې په وجه په مونږ لازم دى چې هغوئ اوسېدو ته پرېږدو. کۀ مونږ داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک به مونږ له سزا راکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan