Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 9:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَت‌يعريم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 9:17
24 Iomraidhean Croise  

د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى.


دا هم د کالب اولاد وو. حُور د کالب او د هغۀ د ښځې اِفرات مشر زوئ وو. د حُور زوئ سوبل د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو.


سوبل، چا چې د قِريَت‌يعريم ښار جوړ کړے وو، هغه د هرائى د خلقو او د هغه نيمو خلقو پلار نيکۀ وو چې څوک د منوخوت په ښار کښې اوسېدل،


او کومې قبيلې چې په قِريَت‌يعريم کښې وې دا دى: اِتريان، فُوتيان، سماتيان او مِسراعيان. د صُرعه او استاول ښارونو خلق د دې قبيلو کسان وُو.


د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربان‌ګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې،


په هغه ورځو کښې يو بل نبى د اورِياه په نوم چې د قِريَت‌يعريم اوسېدونکے وو او د سمعياه زوئ وو د يرمياه نبى په شان د مالِک خُدائ په نوم نبوت کولو. هغۀ هم د دې ښار او د دې خلقو خلاف لکه څنګه چې يرمياه خبرې کړې وې يو شان خبرې وکړې.


د يروشلم خلق د دې په وجه يرې واخستل ځکه چې جبعون د شاهى ښارونو په شان يو لوئ ښار وو، دا د عى نه هم لوئ وو او د دې سړى تکړه جنګيالى وُو.


هلته قِريَت‌بعل يعنې، قِريَت‌يعريم او ربه وُو، دوه ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.


د هغه ځائ نه دا د نفتوح چينو ته او بهر د عِفرون سره نزدې ښارونو ته تلے وو. دا هلته د بعله يعنې قِريَت‌يعريم طرف ته تاو وو،


بيا سرحد په يو بل طرف باندې تلے وو، د دې غرۀ د نمرپرېواتۀ طرف نه جنوبى طرف ته تاو وو او قِريَت‌بعل ته تلے وو چې بل نوم يې قِريَت‌يعريم دے، کوم ځائ چې د يهوداه د قبيلې دے. دا د نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد وو.


جنوبى سرحد يې د قِريَت‌يعريم په غاړه شروع شوے وو او د نفتوح چينو ته تلے وو.


د تړون نه درې ورځې وروستو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې دا خلق په حقيقت کښې د نزدې ځائ اوسېدونکى وُو.


خو بنى اِسرائيلو هغوئ ځکه نۀ شول وژلے چې د هغوئ مشرانو ورسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په نامه کلکه وعده کړې وه. ټولو خلقو د دې په حقله مشرانو ته شکايت وکړو،


چې يشوَع د يريحو او عى سره څۀ کړى وُو نو د جبعون خلق حِويان د هغې نه خبر شول.


بيا هغوئ يشوَع ته دا قيصه بيان کړه، ”صاحِبه، مونږ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حقله اورېدلى دى او مونږ د هغه هر څۀ نه خبر شوى يُو چې هغۀ په مِصر کښې کړى دى نو مونږ ځکه د ډېر لرى مُلک نه راغلو.


هغوئ لاړل او د يهوداه په مغرب په قِريَت‌يعريم کښې يې خېمې ولګولې. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم تر اوسه پورې د ”دان کېمپ“ دے.


هغوئ د قِريَت‌يعريم خلقو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”فلستيانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واپس کړے دے. راشئ او يو يې سئ.“


نو د قِريَت‌يعريم خلق راغلل او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې د ابينداب نومې سړى کور ته يوړو، چې هغه په غر کښې اوسېدو. هغوئ د ابينداب زوئ اِلى‌عزر د دې مشر مقرر کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan