Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 9:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 يشوَع د جبعون خلقو سره د امن تړون وکړو او هغوئ يې ژوندى پرېښودل. د بنى اِسرائيلو مشرانو کلکه وعده وکړه چې په معاهده باندې به عمل کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 9:15
10 Iomraidhean Croise  

(د جبعون خلق اِسرائيليان نۀ وُو، هغوئ د اموريانو ژوندۍ پاتې شوې يوه وړه ډله وه او اِسرائيلو دا لوظ کړے وو چې هغوئ به ژوندى پرېږدى خو ساؤل د يهوداه او د اِسرائيل د قوم پرستۍ په وجه غوښتل چې اموريان تباه کړى.)


د هغوئ يا د هغوئ د معبودانو سره لوظ مۀ کوئ.


د يروشلم بادشاه ادونى‌صدق خبر شو چې يشوَع عى قبضه کړے دے او بېخى يې تباه کړے دے او د دې بادشاه يې وژلے دے، لکه څنګه چې يشوَع د يريحو او د دې بادشاه سره هم دغه شان کړى وُو. هغه د دې نه هم خبر شو چې د جبعون خلقو د بنى اِسرائيلو سره صُلح کړې ده او د هغوئ سره اوسيږى.


”راشئ او په جبعون باندې په حمله کولو کښې زما مدد وکړئ، ځکه چې د جبعون خلقو د يشوَع او د بنى اِسرائيلو سره صُلح کړې ده.“


جبعون هغه يواځينے ښار وو چې د بنى اِسرائيلو سره يې صُلح وکړه، هلته څۀ حِويان اوسېدل. باقى نور ټول په جنګ کښې فتح شوى وُو.


د تړون نه درې ورځې وروستو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې دا خلق په حقيقت کښې د نزدې ځائ اوسېدونکى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan