13 کله چې مونږ مشکونه د ميو نه ډک کړل نو دا نوى وُو. خو وګوره، اوس دا شلېدلى دى. زمونږه جامې او څپلۍ د اوږد سفر په وجه زړې شوې دى.“
کله هم څوک نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ځکه چې مشکونه به وشليږى او مے به يې توئ شى او مشکونه به تباه شى، خو نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچولے شى، او دغه شان به دواړه بچ شى.“
هيڅوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو مے به مشکونه وشلوى، مے او مشکونه دواړه به ضائع شى. خو هر څوک نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچوى.“
او څوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو نوى مے به مشکونه وشلوى او مے به ضائع شى او مشکونه به تباه شى.
څلوېښت کاله په بيابان کښې مالِک خُدائ ستاسو لارښودنه وکړه او ستاسو جامې او څپلۍ هيڅکله نۀ دى زَړې شوې.
زمونږ روټۍ ته وګوره، کله چې مونږ د دې سره د خپلو کورونو نه ستاسو سره مِلاوېدو دپاره راوتُو نو دا لا ګرمه وه. خو وګوره، اوس دا اوچه شوې ده او پشم يې کړے دے.
بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه.
نو هغوئ د هغۀ د دوکه کولو فېصله وکړه. هغوئ لاړل او څۀ خوراک يې راواخستو او زړې بوجۍ او بيا ګنډلے شوى د ميو مشکونه يې په خرونو باندې بار کړل.
هغوئ زړې مخلے شوې جامې او مرمت شوې زړې څپلۍ واچولې. او هغه روټۍ چې هغوئ ځان سره اخستې وه، اوچه او پشمى شوې وه.