12 زمونږ روټۍ ته وګوره، کله چې مونږ د دې سره د خپلو کورونو نه ستاسو سره مِلاوېدو دپاره راوتُو نو دا لا ګرمه وه. خو وګوره، اوس دا اوچه شوې ده او پشم يې کړے دے.
زمونږ مشرانو او زمونږ په مُلک کښې اوسېدونکو ټولو خلقو مونږ ته ووئيل چې د سفر دپاره څۀ خوراک تيار کړُو او تاسو سره مِلاوېدو له راشو. مونږ ته وئيلے شوى وُو چې خپل ځانونه ستاسو خِدمت ته حاضر کړُو. او تاسو ته ووايو چې تاسو زمونږ سره يو تړون وکړئ.
کله چې مونږ مشکونه د ميو نه ډک کړل نو دا نوى وُو. خو وګوره، اوس دا شلېدلى دى. زمونږه جامې او څپلۍ د اوږد سفر په وجه زړې شوې دى.“