يشوَع 9:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 چې څۀ شوى وُو نو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته ټول بادشاهان د هغې نه خبر شول. دا د حِتيانو، اموريانو، کنعانيانو، فرزيانو، حِويانو او يبوسيانو بادشاهان وُو، څوک چې د غرونو په مُلک کښې او د نمرپرېواتۀ په طرف د غرونو په لمنو کښې او د مديترانى د سمندر غاړې سره د شمال په طرف د لبنان غرونو پورې اوسېدل. Faic an caibideil |