Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 8:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو يشوَع هغوئ ولېږل او هغوئ خپل پټ ځائ ته لاړل چې د عى نمرپرېواتۀ طرف ته، د عى او بيت‌ايل په مينځ کښې دے. يشوَع په کېمپ کښې د خلقو په مينځ کښې شپه تېره کړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 8:9
9 Iomraidhean Croise  

د دې نه پس، هغۀ د بيت‌ايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيت‌ايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.


هغۀ هغه تُحفې د ځان نه مخکښې ولېږلې او هغه شپه په محنايم کښې پاتې شو.


يشوَع څۀ سړى د يريحو نه د دې حُکم سره ولېږل چې د عى ښار جاسوسى وکړى. د عى ښار د بيت‌ايل نمرخاتۀ په طرف او د بيت‌آون سره نزدې وو. نو سړى لاړل او جاسوسى يې وکړه.


يشوَع سحر وختى پاڅېدو او سپاهيان يې يو ځائ ته راغونډ کړل. بيا هغۀ او د بنى اِسرائيلو مشرانو هغوئ عى ته بوتلل.


هغۀ تقريباً پينځۀ زره سړى د ځان سره کړل او د ښار نمرپرېواتۀ ته يې پټو ځايونو ته بوتلل چې د عى او د بيت‌ايل تر مينځه وُو.


چې هغه ښار قبضه کړئ نو وې سوزوئ، هم هغسې چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے. ګورئ ما دا حُکمونه درکړى دى.“


هغۀ دا تُحفه د بيت‌ايل خلقو، د يهوداه په جنوبى حِصه کښې د راما خلقو له او د يتير په ښارونو کښې خلقو له ولېږله،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan