6 هغوئ به په مونږ پسې وى او د ښار نه به يې لرې بوځُو. هغوئ به داسې خيال کوى چې د مخکښې په شان مونږ د هغوئ نه تښتُو.
د فِرعون به دا خيال وى چې بنى اِسرائيل په مُلک کښې سرګردانه ګرځى او په صحرا کښې راګېر دى.
دشمن لافې وهلې، چې زۀ به په هغوئ پسې يم او زۀ به ورورسېږم، زۀ به د هغوئ غنيمت ووېشم او خپل ځان به په دې ښۀ موړ کړم. زۀ به خپله تُوره راوباسم او زۀ به هغوئ تباه کړم.
د بدو عملونو سزا زر نۀ ورکولے کيږى، نو ځکه د خلقو زړونه بدعملۍ ته تيار دى.
انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.
زۀ او زما سړى به ښار ته نزدې ورشُو. کله چې د عى خلق زمونږ خِلاف راوځى نو مونږ به واپس رامنډه کړُو بلکل هم هغسې لکه چې مونږه په اول ځل کړى وُو.
بيا به تاسو راوځئ او په ښار به قبضه وکړئ. نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به دا تاسو له درکړى.
بنيامينيانو ووئيل، ”مونږ هغوئ له هم هغه شان شکست ورکړو چې څنګه مو مخکښې ورکړے وو.“ خو بنى اِسرائيلو منصوبه جوړه کړې وه چې هغوئ وباسى او په سړکونو باندې يې د ښار نه لرې بوځى.