5 زۀ او زما سړى به ښار ته نزدې ورشُو. کله چې د عى خلق زمونږ خِلاف راوځى نو مونږ به واپس رامنډه کړُو بلکل هم هغسې لکه چې مونږه په اول ځل کړى وُو.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل.
هغوئ به په مونږ پسې وى او د ښار نه به يې لرې بوځُو. هغوئ به داسې خيال کوى چې د مخکښې په شان مونږ د هغوئ نه تښتُو.