Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 8:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 او دا حُکم يې ورکړو، ”د ښار بل طرف ته پټ شئ خو ډېر لرې مۀ ځئ او حملې کولو ته تيار شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 8:4
14 Iomraidhean Croise  

خو بادشاه د شپې د کټ نه پاڅېدو او خپلو آفسرانو ته يې ووئيل، ”زۀ به تاسو ته ووايم چې شاميانو زمونږ خِلاف څۀ منصوبه جوړه کړې ده. هغوئ ته زمونږ د قحط پته ده، نو هغوئ ځکه خپلې خېمې پرېښې دى او پټو ته د پټېدو دپاره تلى دى. د هغوئ خيال دا دے چې کله مونږ د خوراک دپاره د ښار نه لاړ شُو، نو هغوئ به مونږ ژوندى ونيسى او ښار به قبضه کړى.“


په دې دوران کښې يربعام خپل څۀ فوجيان پټ ځائ ته د دې دپاره لېږلى وُو چې د يهوداه لښکر د شا د طرف نه ګېر کړى، چې هغه نور ورباندې د مخې نه راغلل.


حِکمت هوښيار سړے د ښار د لسو حکمرانانو نه زيات طاقتور جوړوى.


نو زۀ وايم چې حِکمت د طاقت نه ښۀ دے، خو د غريب سړى هوښيارتيا ته سپک کتلے شى، هيڅوک د هغۀ خبرو ته پام نۀ کوى.


نو تۀ د هغوئ خبره مۀ منه ځکه چې د هغوئ د څلوېښتو کسانو نه زيات سړى په هغۀ د حملې کولو دپاره ناست دى، هغوئ دا قَسم کړے دے چې ترڅو چې هغوئ پولوس مړ نۀ کړى، تر هغې به نۀ څۀ خورى او نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو ستا د حکم اِنتظار دے.“


د ښار ټول سړى راغونډ کړے شوى وُو چې هغوئ پسې شى او چې څومره هغوئ يشوَع پسې تلل نو د ښار نه نور هم لرې کېدل.


نو يشوَع د خپلو ټولو سپاهيانو سره تيار شو چې عى ته لاړ شى. هغۀ د خپل لښکر دېرش زره د ټولو نه ښۀ سپاهيان خوښ کړل او هغوئ يې د شپې ولېږل


نو بنى اِسرائيلو د جبعې نه ګېرچاپېره څۀ فوجيان په پټو ځايونو کښې کښېنول.


نو کله چې د بنى اِسرائيلو غټ لښکر بعل تمر ته ورسېدو نو صفونه يې جوړ کړل. بيا سړى د نمرپرېواتۀ طرف د جبعه ښار ګېرچاپېره د پټو ځايونو نه د جنګ دپاره راووتل.


او بنيامينيانو ته پته ولګېده چې هغوئ شکست وخوړو. د بنى اِسرائيلو اصلى لښکر د بنيامينيانو نه راواپس شوے وو ځکه چې هغوئ په هغه سړو باندې اعتبار کولو چې هغوئ د جبعې نه ګېرچاپېره په پټو ځايونو کښې کښېنولى وُو.


د شِکم خلقو د ابى‌مَلِک خِلاف د غرونو په سرونو باندې په پټ ځائ کښې سړى کښېنول او هر څوک هم چې په هغه لاره تېرېدل نو هغوئ به يې لوټ کول. نو ابى‌مَلِک د دې نه خبر شو.


نو اوس، تا او ستا خلقو له په کار دى چې لاړ شئ او په پټو کښې پټ شئ.


دا هغه څۀ دى چې ربُ الافواج يې فرمائى، چې زۀ به عماليقيانو له سزا ورکړم ځکه چې بنى اِسرائيليان چې کله د مِصر نه راتلل نو هغوئ ورته لاره نيولې وه.


بيا هغه او د هغۀ سړى عماليقى ښار ته لاړل او په يو وادۍ کښې يې ورته لاره ونيوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan