35 هغه ټولې غونډې ته د يشوَع په ذريعه د موسىٰ هر يو حُکم واورولے شو چې په دې غونډه کښې ښځې، ماشومان او د نورو قومونو هغه خلق هم شامل وُو چې د هغوئ سره اوسېدل.
کله چې عزرا د خُدائ پاک د کور په مخکښې پړمخې پرېوتو، چې هغۀ ژړل او د ګناهونو اِقرار يې کولو، نو د بنى اِسرائيلو يوه لويه ډله د هغۀ نه راتاو شوه چې په کښې سړى، ښځې او ماشومان شامل وُو او بد بد يې ژړل.
نو عزرا د شريعت کِتاب هغه ځائ ته راوړو او دا د اوومې مياشت اوله ورځ وه چرته چې خلق راغونډ وُو. په هغوئ کښې سړى، ښځې او هغه ماشومان وُو چې د هغوئ عُمر دومره وو چې په دې باندې پوهېدل.
هلته د دروازې سره د جرګې په ځائ کښې هغۀ ورته د سحر وختى نه واخله تر غرمې پورې شريعت لوستلو او هغوئ ټولو ورته په توجو سره غوږ اېښے وو.
سره د ډېرو ګډو، چېلو او څاروو، نور هم ډېر خلق ورسره لاړل.
مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.
ټول خلق راغونډ کړئ، او غونډه مقدسه کړئ، مشران، ماشومان او واړۀ ماشومان راغونډ کړئ. ناوې او زلمے د خپلې خپلې کوټې نه راوغواړئ.
دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“
خو کله چې عيسىٰ دا وليدل نو خفه شو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى هم د داسې خلقو ده.
ځکه چې ما تاسو ټولو نه د خُدائ پاک مقصد او يوه خبره هم د بيانولو نه، نۀ ده پټه کړې.
نو کله چې زمونږ ورځې پوره شوې نو مونږ له هغه ځائ نه په خپل سفر روان شُو. او هغوئ ټول سره د ښځو او بچو، مونږ سره د ښار نه بهر راووتل او هلته مونږ د سمندر په غاړه په سجده شُو او د خُدائ پاک نه مو دُعا وغوښتله.
نن ستاسو ټول سړى، ستاسو مشران او آفسران د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ دى،
هم داسې ستاسو ښځې ستاسو بچى، او هغه مسافر چې هغوئ ستاسو سره اوسيږى او لرګى درله پرې کوى او تاسو له اوبۀ راوړى.
په وفادارۍ سره د دې لوظ ټول شرطونه ومنئ، نو داسې به تاسو په هر کار کښې کامياب يئ.
سړى، ښځې، ماشومان او مسافر چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا ټول راوغواړه، چې هغوئ دا واورى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه يرېدل زده کړى او چې د هغۀ د قانون په ټولو خبرو پوره عمل کوى.
زۀ چې تاسو له کوم حُکم درکړم په هغې کښې مۀ څۀ زياتوئ او مۀ څۀ کموئ. چې ما مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم حُکمونه درکړى دى په هغې عمل کوئ.