34 بيا يشوَع هغه ټول شريعت ولوستو چې برکتونه او لعنتونه په کښې شامل وُو، هم هغه شان چې څنګه د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.
کله چې د موسىٰ شريعت خلقو ته په اوچت آواز لوستلے شو، نو هغوئ دې آياتونو ته راغلل چې وائ، يو عمونى او موآبى ته به هم دا اجازت نۀ وى چې د خُدائ پاک په ډله کښې داخل شى.
تقريباً درې ګينټې هغوئ ولاړ وُو او د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک قانون ورته ولوستلے شو او ورپسې درې ګينټې هغوئ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړو او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت يې وکړو.
ليويان به دا خبرې په اوچت آواز سره وکړى،
مالِک خُدائ به تاسو ليونى کړى، هغه به تاسو ړاندۀ کړى او دماغ به مو ګډوډ کړى.
ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.