يشوَع 8:31 - Pakistani Yousafzai Pashto31 هغه يې د هغه اصُولو په مطابق جوړه کړه چې د مالِک خُدائ خادِم موسىٰ بنى اِسرائيلو ته ښودلى وُو. لکه څنګه چې د موسىٰ د شريعت په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”قربانګاه دې د داسې کاڼو نه جوړه وى چې د اوسپنې په آوزار تراشلے شوى نۀ وى.“ او په هغې باندې هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. Faic an caibideil |
خو هغۀ د هغوئ بچى ونۀ وژل او په هغه څۀ يې عمل وکړو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په شريعت کښې د هغې حُکم کړے وو، ”مور پلار دې د هغه جرمونو په وجه نۀ شى وژلے کوم چې د هغوئ بچو کړى وى او بچى دې د هغه جرمونو په وجه نۀ شى وژلے کوم چې د هغوئ مور پلار کړى وى، يو کس دې صِرف د هغه جرم په وجه وژلے شى چې هغۀ په خپله کړے وى.“