3 نو يشوَع د خپلو ټولو سپاهيانو سره تيار شو چې عى ته لاړ شى. هغۀ د خپل لښکر دېرش زره د ټولو نه ښۀ سپاهيان خوښ کړل او هغوئ يې د شپې ولېږل
موسىٰ يشوَع ته وفرمائيل، ”يو څو سړى خوښ کړه او لاړ شه، سبا د عماليقيانو سره جنګ وکړه. زۀ به د غرۀ په سر ودرېږم او د خُدائ پاک طاقت لرونکې امسا به زما په لاس کښې وى.“
او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو ترڅو چې سېلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى.
نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى،
خو په نيمه شپه کښې چغې شوې، وګورئ د وادۀ زلمے راغلو. راشئ چې وې ګورئ.
ځکه چې تاسو په خپله ښۀ خبر يئ چې د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان ناګهانه راشى.
نو يشوَع او د هغۀ ټول لښکر د جِلجال نه روان شول چې په دې کښې تکړه فوجيان هم شامل وُو.
تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“
او دا حُکم يې ورکړو، ”د ښار بل طرف ته پټ شئ خو ډېر لرې مۀ ځئ او حملې کولو ته تيار شئ.
خو د مالِک خُدائ د قيامت ورځ به لکه د غل په شان راشى، او په هغه ورځ به آسمانونه ډېر په ګړبړ د نظر نه پناه شى، يعنې ستورى سيارې به د اور په سخت تاو سره ويلى شى، او زمکه او په هغې د بنى آدمو ټول شوى کارونه به ښکاره شى.
نو اوس، تا او ستا خلقو له په کار دى چې لاړ شئ او په پټو کښې پټ شئ.