Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 8:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 هغۀ د عى بادشاه د يوې ونې سره پهانسى کړو او تر ماښامه پورې يې هلته پرېښودو. په ماښام کښې يشوَع حُکم وکړو چې د هغۀ لاش دې لرې کړے شى او د ښار دروازې سره دې وغورزولے شى. هغوئ هغه د کاڼو د غټ ډېرى لاندې پټ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 8:29
14 Iomraidhean Croise  

هغوئ د ابى‌سلوم لاش واخستلو او په ځنګل کښې يې په يوه ډُوبه کنده کښې وغورزولو او د کاڼو په يو ډېرى باندې يې پټ کړو. ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته وتښتېدل.


نو همان په هغه دار باندې ځوړند کړے شو کوم چې د مردکى دپاره جوړ شوے وو. او بيا د بادشاه غصه سړه شوه.


مالِک خُدائ په خپله شهزادګان سپکوى هغه هغوئ په خوشى دشتو کښې سرګردانوى.


مالِک خُدائ ستا ښى لاس ته ولاړ دے، په خپل قهر او غضب کښې به ډېر بادشاهان ووهى.


اوس دا د فسح دپاره د تيارۍ کولو د جمعې ورځ وه او راتلونکې ورځ د خاص سبت وه. په دې وجه يهوديانو نۀ غوښتل چې د سبت په ورځ دې مړى په سولۍ پاتې شى، نو هغوئ پيلاطوس ته خواست وکړو چې د دوئ پښې دې ماتې کړے شى او مړى دې راکوز کړے شى.


نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دې ښار او د دې په بادشاه باندې هم فتح ورکړه. يشوَع هيڅ څوک هم ژوندى پرې نۀ ښودل او هغۀ د دې بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.


د جزر بادشاه هورم د لکيس د مدد دپاره راغلو، خو يشوَع هغۀ او د هغۀ لښکر له شکست ورکړو او هغۀ يو کس هم ژوندے پرې نۀ ښودو.


بنى اِسرائيلو چې کومو بادشاهانو له شکست ورکړو هغه دا دى، يريحو، عى چې بيت‌ايل ته نزدې وو،


هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.


صِرف د عى بادشاه ژوندے ګېر شو او يشوَع له بوتلے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan