25-26 په هغه ورځ يشوَع تر هغې پورې خپله نېزه د عى طرف ته نيولې وه او ښکته کوله يې نه ترڅو چې هلته هر يو کس قتل کړے شوے نۀ وو. د عى ټول خلق قتل کړے شول چې دولس زره سړى او ښځې په کښې شامل وُو.
بنى اِسرائيلو هلته په صحرا کښې خپل ټول دشمنان وژل چرته چې ورپسې راغلى وُو. او بيا هغوئ عى ته واپس لاړل او هلته يې هم هر يو کس ووژلو.