Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 8:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 صِرف د عى بادشاه ژوندے ګېر شو او يشوَع له بوتلے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 8:23
7 Iomraidhean Croise  

يشوَع چا خبر کړو چې هغوئ په کوم ځائ کښې پټ وُو.


بيا يشوَع وفرمائيل، ”د هغه غار خولۀ کولاو کړئ او هغه پينځۀ بادشاهان ما له بهر راوباسئ.“


نو د هغه ښار نه اِسرائيليان په جنګ کښې د شاملېدو دپاره ښکته راکوز شول. نو د عى سړى د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ګېر شوى وُو نو هغوئ ټول ووژلے شول. هيڅ څوک هم ونۀ تښتېدل او نۀ څوک ژوندى پاتې شول.


بنى اِسرائيلو هلته په صحرا کښې خپل ټول دشمنان وژل چرته چې ورپسې راغلى وُو. او بيا هغوئ عى ته واپس لاړل او هلته يې هم هر يو کس ووژلو.


هغۀ د عى بادشاه د يوې ونې سره پهانسى کړو او تر ماښامه پورې يې هلته پرېښودو. په ماښام کښې يشوَع حُکم وکړو چې د هغۀ لاش دې لرې کړے شى او د ښار دروازې سره دې وغورزولے شى. هغوئ هغه د کاڼو د غټ ډېرى لاندې پټ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے.


او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.


هغۀ د عماليقيانو بادشاه اجاج ژوندے ونيولو او ټول خلق يې ووژل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan