Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 8:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 نو د هغه ښار نه اِسرائيليان په جنګ کښې د شاملېدو دپاره ښکته راکوز شول. نو د عى سړى د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ګېر شوى وُو نو هغوئ ټول ووژلے شول. هيڅ څوک هم ونۀ تښتېدل او نۀ څوک ژوندى پاتې شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 8:22
10 Iomraidhean Croise  

د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.


کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.


يشوَع حمله وکړه او مقيده او د هغې بادشاه يې په هغه ورځ ونيولو. هغۀ په ښار کښې ټول خلق ووژل او هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو. يشوَع د مقيده بادشاه سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې د يريحو بادشاه سره کړى وُو.


هغوئ په ښار کښې هر يو کس، سړى او ښځې، ځوانان او بوډاګان په خپلو تُورو باندې ووژل. هغوئ څاروى، ګډې او خرونه هم ووژل.


کله چې يشوَع او ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې پټو شوو سړو ښار قبضه کړے دے او اور يې لګولے دے نو هغوئ راواپس شول او د عى سړى قتلول يې شروع کړل.


صِرف د عى بادشاه ژوندے ګېر شو او يشوَع له بوتلے شو.


چې هغه ښار قبضه کړئ نو وې سوزوئ، هم هغسې چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے. ګورئ ما دا حُکمونه درکړى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan