19 او څنګه چې هغۀ لاس اوچت کړو نو هغه سړى چې پټ شوى وُو زر پاڅېدل، ښار ته يې ورمنډه کړه، ورننوتل او قبضه يې کړو. هغوئ سمدستى په ښار اور ولګولو.
بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”خپله نېزه د عى طرف ته کړه، زۀ دا ښار تا له درکوم.“ يشوَع ته چې څنګه ووئيلے شول نو هغسې يې وکړل.
تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“
کله چې د عى سړو شاته وکتل نو هغوئ وليدل چې لوګے د آسمان طرف ته ختو. هغوئ ته د تښتېدلو دپاره لار پاتې نۀ شوه ځکه چې کومو بنى اِسرائيلو چې د صحرا طرف ته منډه وهله نو هغوئ ورباندې د حملې کولو دپاره راواپس شول.
نو کله چې د بنى اِسرائيلو غټ لښکر بعل تمر ته ورسېدو نو صفونه يې جوړ کړل. بيا سړى د نمرپرېواتۀ طرف د جبعه ښار ګېرچاپېره د پټو ځايونو نه د جنګ دپاره راووتل.
دا سړى په منډه منډه جبعې ته لاړل، هغوئ په ښار کښې خوارۀ شول او هلته يې هر يو کس ووژلو.