Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 8:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”خپله نېزه د عى طرف ته کړه، زۀ دا ښار تا له درکوم.“ يشوَع ته چې څنګه ووئيلے شول نو هغسې يې وکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 8:18
14 Iomraidhean Croise  

ځکه چې هغوئ خپل لاسونه د خُدائ پاک خِلاف اوچت کړل، او هغوئ د قادر خُدائ نه بغاوت وکړو.


په دې باندې سورلۍ سره د غشو تيلۍ ځلېدونکې نېزه او وړه نېزه هم آواز پېدا کوى.


خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له ورشه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا د دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسه او چيندخې به د مِصر په مُلک وروخېژوى.“


زۀ به د بابل د بادشاه لاسونه مضبوط کړم، خو د فِرعون لاسونه به شل ګوډ کړم. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ خپله تُوره د بابل د بادشاه په لاس کښې کېږدم او چې هغه يې د مِصر خلاف راوکاږى.


په عى او بيت‌ايل کښې داسې يو سړے هم پاتې نۀ شو چې هغه بنى اِسرائيلو پسې نۀ وو تلے. هغوئ ښار کولاو پرېښودو او په بنى اِسرائيلو پسې وُو.


او څنګه چې هغۀ لاس اوچت کړو نو هغه سړى چې پټ شوى وُو زر پاڅېدل، ښار ته يې ورمنډه کړه، ورننوتل او قبضه يې کړو. هغوئ سمدستى په ښار اور ولګولو.


بيا به تاسو راوځئ او په ښار به قبضه وکړئ. نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به دا تاسو له درکړى.


هغه فلستىے د داؤد طرف ته روان شو، د هغۀ ډال وړونکے د هغۀ نه مخکښې روان وو. هغه نور هم ورنزدې کېدو،


داؤد جواب ورکړو، ”تۀ ما له د تُورې، نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے.


د هغۀ پتُونونه هم د زېړو په زغره باندې پټ وُو او د زېړو نېزه د هغۀ په اوږه باندې ځوړنده وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan