17 په عى او بيتايل کښې داسې يو سړے هم پاتې نۀ شو چې هغه بنى اِسرائيلو پسې نۀ وو تلے. هغوئ ښار کولاو پرېښودو او په بنى اِسرائيلو پسې وُو.
هغه هوښيار د خپلې چالاکۍ په جال کښې راګېروى، او چالاک خلق زر فنا شى.
خو سيحون بادشاه مونږ پرې نۀ ښودو چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شُو. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه سخت طبيعته او ضدى کړے وو، نو مونږ شکست ورکړو او د هغۀ علاقه مو ونيوله، چې تر اوسه پورې زمونږ په قبضه کښې ده.
مالِک خُدائ هغوئ په خپله تکړه کړى وُو چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى، نو داسې هغوئ بېخى تباه کړے شول او ټول په بېرحمۍ سره ووژلے شول. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د دې حُکم موسىٰ له ورکړے وو.
د ښار ټول سړى راغونډ کړے شوى وُو چې هغوئ پسې شى او چې څومره هغوئ يشوَع پسې تلل نو د ښار نه نور هم لرې کېدل.
بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”خپله نېزه د عى طرف ته کړه، زۀ دا ښار تا له درکوم.“ يشوَع ته چې څنګه ووئيلے شول نو هغسې يې وکړل.
نو يشوَع د خپلو ټولو سپاهيانو سره تيار شو چې عى ته لاړ شى. هغۀ د خپل لښکر دېرش زره د ټولو نه ښۀ سپاهيان خوښ کړل او هغوئ يې د شپې ولېږل
بنيامينيان د جنګ دپاره راووتل او د ښار نه لرې بوتلے شول. هغوئ د مخکښې په شان په کولاو مېدان کښې د بيتايل په لاره او د جبعې په لاره د څۀ بنى اِسرائيلو وژل شروع کړل او تقريباً دېرش بنى اِسرائيليان يې ووژل.