Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 8:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 کله چې د عى بادشاه د يشوَع سړى وليدل نو هغه په تېزۍ سره راووتلو. هغه او د هغۀ ټول سړى د اُردن د وادۍ په طرف د بنى اِسرائيلو سره د جنګ کولو دپاره هغه مخکښېنى ځائ ته لاړل. او دا پته ورته نۀ وه چې د شا د طرف نه ورباندې حمله کېدونکې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 8:14
15 Iomraidhean Croise  

انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.


د ضُعن ښار مشران کم عقل دى. د مِصر د بادشاه ښۀ هوښيار مشيران کم عقلې مشورې ورکوى. چې تاسو دا جرأت څنګه کولے شئ چې فِرعون بادشاه ته ووايئ چې، ”مونږ عالمانو شاګردان او د پخوانو بادشاهانو اولاد وُو.“


د ضُعن مشران کم عقل دى او د ميمفِس مشرانو دوکه خوړلې ده. دغه مشرانو مِصر بې‌لارې کړے دے.


هغه خبره لا د هغۀ په شونډو وه چې د آسمان نه يو آواز راغلو، ”نبوکدنضر بادشاه ستا دپاره دا حکم دے چې، ستا نه هغه شاهى اختيارات واخستلے شو.


او دوئ تر هغې هيڅ خبر نۀ وُو ترڅو چې سېلاب رانۀ غلو او دوئ يې لاهو نۀ کړل. دغه شان به د اِبن آدم په راتلو هم وى.


نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى،


په دې کِتاب کښې هغه خبرې دى کومې چې موسىٰ ټولو بنى اِسرائيلو ته وکړې کله چې هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته په صحرا کښې وُو. هغوئ سوف ته نزدې د اُردن په مېدان کښې وُو، دا د هغې ښارونو په مينځ کښې دے چې د فاران ښار يې يو طرف ته دے او د طوفل، لابن، حصيروت، او د ديذهب ښارونه يې په بل طرف دى.


نو هغوئ زيات لښکر د ښار شمالى طرف ته او پټ شوى سړى د ښار نمرپرېواتۀ طرف ته د جنګ دپاره تيار کړل. يشوَع شپه په وادۍ کښې تېره کړه.


يشوَع او د هغۀ سړو داسې ښکاره کړه چې په شا کيږى او د صحرا طرف ته تښتى.


د ښار ټول سړى راغونډ کړے شوى وُو چې هغوئ پسې شى او چې څومره هغوئ يشوَع پسې تلل نو د ښار نه نور هم لرې کېدل.


زۀ او زما سړى به ښار ته نزدې ورشُو. کله چې د عى خلق زمونږ خِلاف راوځى نو مونږ به واپس رامنډه کړُو بلکل هم هغسې لکه چې مونږه په اول ځل کړى وُو.


او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.


دا سړى په منډه منډه جبعې ته لاړل، هغوئ په ښار کښې خوارۀ شول او هلته يې هر يو کس ووژلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan