13 نو هغوئ زيات لښکر د ښار شمالى طرف ته او پټ شوى سړى د ښار نمرپرېواتۀ طرف ته د جنګ دپاره تيار کړل. يشوَع شپه په وادۍ کښې تېره کړه.
هغۀ تقريباً پينځۀ زره سړى د ځان سره کړل او د ښار نمرپرېواتۀ ته يې پټو ځايونو ته بوتلل چې د عى او د بيتايل تر مينځه وُو.
کله چې د عى بادشاه د يشوَع سړى وليدل نو هغه په تېزۍ سره راووتلو. هغه او د هغۀ ټول سړى د اُردن د وادۍ په طرف د بنى اِسرائيلو سره د جنګ کولو دپاره هغه مخکښېنى ځائ ته لاړل. او دا پته ورته نۀ وه چې د شا د طرف نه ورباندې حمله کېدونکې ده.
چې هغه ښار قبضه کړئ نو وې سوزوئ، هم هغسې چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے. ګورئ ما دا حُکمونه درکړى دى.“