12 هغۀ تقريباً پينځۀ زره سړى د ځان سره کړل او د ښار نمرپرېواتۀ ته يې پټو ځايونو ته بوتلل چې د عى او د بيتايل تر مينځه وُو.
د دې نه پس، هغۀ د بيتايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيتايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربانګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.
هغۀ په هغه ځائ بيتايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو.
سپاهيان د هغۀ سره د ښار د غټې دروازې طرف ته لاړل او هلته يې د شمال طرف ته خېمې ودرولې، او هلته د دوئ او عى تر مينځه يوه وادى وه.
نو هغوئ زيات لښکر د ښار شمالى طرف ته او پټ شوى سړى د ښار نمرپرېواتۀ طرف ته د جنګ دپاره تيار کړل. يشوَع شپه په وادۍ کښې تېره کړه.
د اِفرائيم او منسى قبيلې لاړې چې په بيتايل ښار باندې حمله وکړى په هغه وخت کښې د دې لوز نوم وو. مالِک خُدائ د هغوئ مدد وکړو. هغوئ هغه ښار ته جاسوسان ولېږل،
بيا هغه او د هغۀ سړى عماليقى ښار ته لاړل او په يو وادۍ کښې يې ورته لاره ونيوله.