11 سپاهيان د هغۀ سره د ښار د غټې دروازې طرف ته لاړل او هلته يې د شمال طرف ته خېمې ودرولې، او هلته د دوئ او عى تر مينځه يوه وادى وه.
يشوَع سحر وختى پاڅېدو او سپاهيان يې يو ځائ ته راغونډ کړل. بيا هغۀ او د بنى اِسرائيلو مشرانو هغوئ عى ته بوتلل.
هغۀ تقريباً پينځۀ زره سړى د ځان سره کړل او د ښار نمرپرېواتۀ ته يې پټو ځايونو ته بوتلل چې د عى او د بيتايل تر مينځه وُو.