1 مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”يرېږه مه او مۀ بېحوصلې کېږه. ټول لښکر ځان سره کړه او عى ته لاړ شه. زۀ به د عى په بادشاه، د هغۀ په خلقو او په ښار تا له فتح درکړم او هغه مُلک به ستا شى.
”اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، اے اِسرائيله مۀ يرېږه. زۀ به تاسو د هغه لرې مُلک نه دوباره خپلو کورونو ته راولم، چرته چې تاسو جلاوطن شوى يئ. ستا اولاد به زۀ خپلو کورونو ته د جلاوطنۍ نه واپس راولم. يعقوب به دوباره خپل مُلک ته راشى او په امن او سکون سره به ژوند کوى، او تاسو به څوک هم نۀ يروى.
مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“
دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“
کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“