Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 7:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 7:9
19 Iomraidhean Croise  

مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.


اے خُدايه، لکه څنګه چې دې نوم په ټوله دُنيا خور ‎دے، دغه شان ستا ثناء صِفت په ټوله دُنيا خور دے، ستا ښے لاس د صداقت نه ډک دے.


زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه، چې ستا نوم جلال ومومى، د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه.


دوئ وائى، ”راځئ چې د يو قوم غوندې يې تباه کړُو، چې د بنى اِسرائيلو نوم په دُنيا کښې نور پاتې نۀ شى.“


په يو سوچ سره دوئ په شريکه منصوبې جوړوى، دوئ ستا خلاف يو موټے شول او اِتحاد جوړوى.


مِصريانو ته دې د پېغور کولو موقع مِلاو شى څۀ چې ووائى چې تا خپل خلق د مِصر نه د دې دپاره راوويستل چې په غرونو کښې يې ووژنې او هغوئ بېخى تباه کړې؟ خپل قهر بس کړه، خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو دا تباهى مۀ راوله.


خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو.


هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربان‌ګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بې‌ايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“


بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.


خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تا د خپل طاقت سره دا خلق د مِصر نه راوويستل. کله چې مِصريان خبر شى چې تا د خپلو خلقو سره څۀ کړى دى،


اے پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه.“ بيا د آسمان نه يو آواز راغلو، ”ما خپل نوم ته جلال ورکړے دے او زۀ به بيا هم جلال ورکړم.“


ګنې، مِصريان به ووائى چې تۀ د دې جوګه نۀ يې چې خپل خلق هغه مُلک ته بوځې چې د هغوئ سره دې وعده کړې ده. هغوئ به ووائى چې تا خپل خلق بيابان ته د دې دپاره بوتلل چې هغوئ ووژنې، ځکه چې تا د هغوئ نه نفرت کولو.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ودرېږه. تۀ ولې داسې پړمخې پروت يې؟


اے مالِکه خُدايه، اوس چې بنى اِسرائيل د دشمنانو نه په شا شوى دى نو زۀ څۀ ووايم؟


مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan