8 اے مالِکه خُدايه، اوس چې بنى اِسرائيل د دشمنانو نه په شا شوى دى نو زۀ څۀ ووايم؟
خو اے خُدايه پاکه، نو مونږ په دې کښې څۀ ووايو؟ مونږ ستا د حُکمونو بيا نافرمانى کړې ده،
تا مونږ د دشمنانو په وړاندې په شا کړُو، او زمونږ دشمنانو مونږ لوټ کړُو.
هغۀ له دې د تُورې خولۀ پڅه کړې ده، او په جنګ کښې دې د هغۀ ملګرتيا کړې نۀ ده.
زۀ به څوکيدارۍ ته ودرېږم او په خپله به په برج باندې وخېژم، زۀ به ګورم چې هغه به ما ته څۀ وائى، او چې زۀ به د خپل شکايت څۀ جواب ورکوم.
او يشوَع وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ د اُردن نه راپورې وويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ اموريانو ته حواله کړې؟ چې مونږ تباه کړې؟ مونږ د اُردن په بله غاړه باندې ولې ايسار نۀ شُو؟
کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“
کله چې هغه ژوندى پاتې شوى کسان واپس خېمو ته راغلل، نو د بنى اِسرائيلو مشرانو ووئيل، ”مالِک خُدائ فلستيان ولې پرېښودل چې مونږ له شکست راکړى؟ ځئ چې لاړ شُو او د سيلا نه د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوړُو، نو دا به زمونږ سره ځى او مونږ به د خپلو دشمنانو نه بچ کوى.“