Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 7:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 يشوَع او د بنى اِسرائيلو ټول قوم عکن، د هغۀ زامن او لوڼه، سپين زر، چُوغه، د سرو زرو ښخته په قبضه کښې واخستل او سره د دې، د هغۀ څاروى، خرونه، ګډې، خېمه او د دې نه علاوه هر څۀ چې هغۀ لرل هغوئ واخستل او د مصيبت وادۍ ته يې يوړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 7:24
18 Iomraidhean Croise  

دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“


هغوئ مال دولت تېر کړى خو بيا يې اولټۍ کړى، خُدائ پاک د هغوئ دولت د هغوئ د خېټې نه واپس راوغورزوى.


يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.


لالچى خپل خاندان ته مصيبت ورپه برخه کوى، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوى هغوئ به ژوندى پاتې شى.


ما په مخ د زمکې يو بل ډېر خراب کار ليدلے دے. څوک چې د ځان دپاره پېسې جمع کوى نو هغه وروستو هم د هغوئ دپاره د نقصان باعث شى،


د شارون په مېدان کښې به ګډې چېلۍ څرى او د مصيبت په وادۍ کښې به څاروى آرام کوى. دا به زما د هغه خلقو دپاره وى چې څوک زما لټون کوى.


هغې له به د انګورو باغونه بيا ورکړم او د مصيبت وادۍ نه به د اُميد دروازه جوړه کړم. هغه به زما هغه شان خبره منى لکه چې په ځوانۍ کښې يې منله، چې کله د مِصر نه راووتله.


د مصيبت د وادۍ نه تر دبير پورې او بيا په شمال کښې د جِلجال طرف ته تاو وو، چې مخ يې د وادۍ جنوبى طرف ته د ادميم درې ته دے. دا د عين‌شمس د چينو نه عين‌راجل ته تلے وو،


هغه راپه ياد کړئ چې د زارح زوئ عکن د هغه څيزونو سره خيانت وکړو چې د هغې تباهى ضرورى وه، د دې په وجه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته سزا مِلاو شوه. د عکن د ګناه په وجه نور کسان هم مړۀ شوى وُو.“


کوم څيزونه چې تباه کولے شى د هغې نه به تاسو هيڅ هم نۀ اخلئ، کۀ چرې تاسو داسې وکړئ نو تاسو به د بنى اِسرائيلو په کېمپ باندې تکليف او تباهى راولئ.


هغوئ په ښار کښې هر يو کس، سړى او ښځې، ځوانان او بوډاګان په خپلو تُورو باندې ووژل. هغوئ څاروى، ګډې او خرونه هم ووژل.


خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.


او هغوئ هغه د خېمې نه بهر راوويستل او يشوَع او ټولو بنى اِسرائيلو له يې راوړل او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې کېښودل.


هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan