22 نو يشوَع څۀ سړى هلته ولېږل، هغوئ خېمې ته ورمنډه کړه او ګورئ چې هغه څيزونه يې هلته وموندل چې ښخ وُو او په بېخ کښې يې سپين زر وُو.
نو چې کله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه مُلک تاسو له درکړى او د خپلو ټولو دشمنانو نه مو بچ کړى چې ستاسو نه ګېرچاپېره اوسيږى، نو ګورئ چې ټول عماليقيان ووژنئ، نو د آسمان لاندې به هيڅ څوک نور هغوئ نۀ يادوى. دا کار مۀ هېروئ.
په هغه څيزونو کښې چې مونږ لوټ کړى وُو ما په کښې يوه ښائسته بابلى چُوغه او تقريباً دوه کلو سپين زر او نيم کلو نه زياته د سرو زرو خښته وليده. هغه زما ډېر زيات خوښ شول نو ما واخستل. تۀ به وګورې چې هغه زما په خېمه کښې ښخ دى او په بېخ کښې يې سپين زر دى.“
او هغوئ هغه د خېمې نه بهر راوويستل او يشوَع او ټولو بنى اِسرائيلو له يې راوړل او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې کېښودل.