2 يشوَع څۀ سړى د يريحو نه د دې حُکم سره ولېږل چې د عى ښار جاسوسى وکړى. د عى ښار د بيتايل نمرخاتۀ په طرف او د بيتآون سره نزدې وو. نو سړى لاړل او جاسوسى يې وکړه.
د دې نه پس، هغۀ د بيتايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيتايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربانګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.
هغۀ په هغه ځائ بيتايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو.
هغۀ د سرو زرو يو سخے په بيتايل کښې او بل په دان کښې کېښودو.
د بنيامين قبيلې خلق په دې ځايونو کښې اوسېدل، جبعه، مِکماس، عياه، بيتايل او د دې نزدې کلو کښې،
د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه.
د جنګ کولو دپاره د ښۀ هدايت ضرورت وى، او د ګڼو مشوره ورکوونکو سره کاميابى يقينى وى.
د دشمن لښکر د عيات ښار قبضه کړے دے. هغوئ د مجرون نه تېر شوى دى. او هغوئ خپل سامانونه په مِکماس کښې پرېښى دى.
اے د حسبون ښځو، وژاړئ، ځکه چې د عى ښار تباه شو. اے د ربه ښځو، وير وکړئ. د ټاټ جامې واغوندئ او ماتم وکړئ. اخوا ديخوا سرګردانه وزغلئ، ځکه چې د مولک بُت به سره د خپلو اِمامانو او خادِمانو جلاوطن کړے شى.
اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيتآون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ.
ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بېآزاره اوسئ.
نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ.
بنى اِسرائيلو چې کومو بادشاهانو له شکست ورکړو هغه دا دى، يريحو، عى چې بيتايل ته نزدې وو،
په شمال کښې د هغوئ سرحد د اُردن سره شروع کېدو او بيا د يريحو شمال طرف ته بره ختلے وو او نمر پرېواتۀ طرف ته د بيتآون په صحرا کښې د غرونو په مُلک کښې تلے وو.
بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.
او کله چې هغوئ راواپس شول نو يشوَع له يې خبر ورکړو چې، ”د ټولو خلقو په عى باندې د حملې کولو ضرورت نشته. صِرف دوه درې زره سړى ولېږه. ټول لښکر مۀ ستړے کوه ځکه چې هغه دومره لوئ ښار نۀ دے.“
فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيتآون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.
د بيتآون نه اخوا پورې ورسره جنګېدل. مالِک خُدائ په هغه ورځ بنى اِسرائيليان بچ کړل.
هغۀ دا تُحفه د بيتايل خلقو، د يهوداه په جنوبى حِصه کښې د راما خلقو له او د يتير په ښارونو کښې خلقو له ولېږله،