16 په ورپسې سحر وختى يشوَع بنى اِسرائيل قبيله په قبيله مخکښې راوستل او د يهوداه قبيله په نښه کړے شوه.
نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو.
زۀ به زړۀ نا زړۀ او ځنډ نۀ کوم چې ستا حُکمونه ومنم.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
په بل سحر يشوَع او ټول اِسرائيليان وختى پاڅېدل. او د شطيم کېمپ نه روان شول او اُردن ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې او انتظار يې کولو چې د هغه ځائ نه پورې غاړه واوړى.
څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“
هغۀ د يهوداه قبيله خاندان په خاندان مخکښې راوستل او د زارح قبيله په نښه کړے شوه. بيا هغۀ د زارح قبيله خاندان په خاندان مخکښې راوسته او د زبدى قبيله په نښه کړے شوه.
نو په ورپسې سحر بنى اِسرائيل روان شول او د جبعې ښار ته نزدې يې خېمې ولګولې.