Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 7:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 7:15
11 Iomraidhean Croise  

نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بې‌عزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.


زۀ به بيا په خلقو کښې سر څنګه اوچتوم؟ او تۀ به په بنى اِسرائيلو کښې بېخى بې‌عزته يې. زۀ ستا مِنت کوم چې بادشاه ته ووايه او زما دا يقين دے چې هغه به مې تا له درکړى.“


بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. هغوئ زما سره هغه لوظ مات کړے دے چې ما ورته حُکم کړے وو چې دوئ به يې نۀ ماتوى. هغوئ د هغه څيزونو نه څۀ اخستى دى چې کوم وقف کولے شول. هغوئ هغه پټ کړل، د هغې په حقله يې دروغ ووئيل او د خپل سامان سره يې کېښودل.


په ورپسې سحر وختى يشوَع بنى اِسرائيل قبيله په قبيله مخکښې راوستل او د يهوداه قبيله په نښه کړے شوه.


د بنى اِسرائيلو لسمه برخه سړى به لښکر له خوراک رسوى او نور به لاړ شى چې د جبعې نه د دې بې‌شرمه کار بدل واخلى چې هغوئ د بنى اِسرائيل په مُلک کښې کړے دے.“


د جبعې سړى په ما باندې د حملې کولو دپاره راغلل او د کور نه يې ګېره واچوله. د هغوئ اراده زما قتلول وُو، خو هغوئ زما د وينځې سره دومره غلط کار وکړو چې مړه شوه.


ما د هغې لاش يوړو، ټوټې ټوټې مې کړو او يوه يوه ټوټه مې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو ته ولېږله. دې خلقو په مونږ کښې سپک او شرمناک کار کړے دے.


ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan