يشوَع 7:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 پاڅه. خلق زما حضور ته راتلو دپاره پاک او تيار کړه. هغوئ ته ووايه چې سبا تيار اوسئ ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې وايم چې، بنى اِسرائيلو، تاسو سره وقف شوى څيزونه دى. تاسو تر هغې پورې د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شئ کولے چې دا څيزونه مو لرې کړى نۀ وى. Faic an caibideil |