Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 7:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 نو په دې وجه بنى اِسرائيل د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شى کولے. هغوئ د خپلو دشمنانو نه په شا شول ځکه چې هغوئ په خپله اوس د تباهۍ حقدار دى. زۀ به تر هغې پورې نور ستاسو مل نۀ يم چې تاسو هغه وقف شوى څيزونه تباه کړى نۀ وى چې کوم تاسو سره دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 7:12
21 Iomraidhean Croise  

تا مونږ د دشمنانو په وړاندې په شا کړُو، او زمونږ دشمنانو مونږ لوټ کړُو.


اے خُدايه، تا مونږه رد کړى يُو څۀ؟ تۀ به نور زمونږ لښکرو سره په لار نۀ ځې څۀ.


بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.


خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.


”يرمياه، کله چې د دې خلقو نه عام کس يا پېغمبر يا اِمام ستا نه تپوس وکړى چې، تا سره د مالِک خُدائ نه کوم دروند پيټے شته څۀ؟ نو تۀ په جواب کښې ورته ووايه، نو هغه دروند پيټے هم تۀ يې، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا وغورزوم.


اے د يروشلم خلقو د دې خبردارى نه سبق حاصل کړئ، کۀ زۀ تاسو نه لاس په سر شم، نو ستاسو ښار به تباه کړم، او هغه به نور د اوسېدو قابل نۀ وى.“


خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“


خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟


کله چې موسىٰ بنى اِسرائيلو ته هغه څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، نو هغوئ ډېر غمژن شول.


تاسو مۀ ځئ. مالِک خُدائ ستاسو مل نۀ دے او ستاسو دشمنان به تاسو له شکست درکړى.


کله چې تاسو د عماليقيانو او کنعانيانو سره مخامخ شئ، نو تاسو به په جنګ کښې ووژلے شئ، مالِک خُدائ به ستاسو مل نۀ وى، ځکه چې تاسو د هغۀ د تابعدارۍ نه اِنکار کړے دے.“


بيا عماليقيان او کنعانيان لاندې راغلل کوم چې هلته اوسېدل او هغوئ له يې شکست ورکړو او د حُرمه پورې يې وزغلول.


هغه بُتان خپلو کورونو ته مۀ راوړئ، ګنې په تاسو به هم هغه لعنت وى کوم چې په هغوئ دے. تاسو خامخا د دې بُتانو نه کرکه کوئ او سپک ورته ګورئ، ځکه چې دا لعنتى دى.


کوم څيزونه چې تباه کولے شى د هغې نه به تاسو هيڅ هم نۀ اخلئ، کۀ چرې تاسو داسې وکړئ نو تاسو به د بنى اِسرائيلو په کېمپ باندې تکليف او تباهى راولئ.


بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه پاڅېدو او خيال يې دا وو چې زۀ به د مخکښې په شان ځان خلاص کړم او آزاد به شم. خو هغۀ ته پته نۀ وه چې مالِک خُدائ هغه پرېښے وو.


نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى.


کله چې د مالِک خُدائ فرښتې دا خبرې بنى اِسرائيلو ته وکړې نو ټول قوم په چغو چغو وژړل،


بيا ساؤل د خلقو مشرانو ته ووئيل، ”دلته راشئ او دا معلومه کړئ چې نن دا ګناه څنګه شوې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan