Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 7:1
19 Iomraidhean Croise  

د دې قتلِ عام نه پس د يعقوب نورو زامنو ښار لوټ کړو چې د خپلې خور د بې‌عزتۍ بدل واخلى.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته يو ځل بيا غصه شو او د داؤد په ذريعه يې په هغوئ مصيبت راوستلو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د اِسرائيل او د يهوداه خلق وشمېره.“


کله چې هغوئ هغه غر ته ورسېدل چرته چې اليشع اوسېدو، نو جيحازى هغه دوه بوجۍ واخستلې او کور ته يې يوړې. بيا هغۀ د نعمان نوکران واپس ولېږل.


چې څۀ شوى وُو خُدائ پاک په هغې ناراضه شو، نو هغۀ بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه.


نو خلقو د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ عبادت پرېښودو، دا هغه ځائ وو چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ عبادت کولو او د دې په ځائ يې د بُتانو او د اشيرې بُت د نښو عبادت شروع کړو. د دې ګناهونو د جرم په وجه هغوئ په يهوداه او يروشلم باندې د مالِک خُدائ غصه راوستله.


ما وئيل، ”خُدايه پاکه، ما له په دې باندې ډېر سخت شرم راځى چې ستا په حضور کښې خپل لاسونه اوچت کړم. زمونږ ګناهونه زمونږ د سرونو نه پاس اوړېدلى دى او زمونږ ګناهونه تر آسمانه پورې رسېدلى دى.


ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.


حِکمت د جنګ د وسلو نه طاقتور دے، خو يو ګناهګار کس ډېر زيات ښۀ کارونه تباه کولے شى.


مالِکه، تۀ صادق يې، خو نن ورځ مونږ د يهوداه او يروشلم او د ټول بنى اِسرائيل خلق، نزدې او لرې شرمنده يو، په هغه ټولو مُلکونو کښې چرته چې تا مونږ د خپلو غدارى په وجه خوارۀ کړى يُو.


بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلى‌عزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے.


د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله.


”د مالِک خُدائ ټول قوم تپوس کوى چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِلاف دا عمل ولې کړے دے؟ چې دا قربان‌ګاه تاسو د ځان دپاره جوړه کړې ده نو د مالِک خُدائ خِلاف مو بغاوت کړے دے او تاسو د هغۀ په لاره نۀ يئ روان.


تاسو اوس د هغۀ په لاره د تلو نه اِنکار کوئ څۀ؟ کۀ تاسو نن د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى وکړه، نو سبا به هغه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته په قهر وى.


هغه راپه ياد کړئ چې د زارح زوئ عکن د هغه څيزونو سره خيانت وکړو چې د هغې تباهى ضرورى وه، د دې په وجه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته سزا مِلاو شوه. د عکن د ګناه په وجه نور کسان هم مړۀ شوى وُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan