7 بيا هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”د ښار نه ګېرچاپېره مزل شروع کړئ او وسله بند سړى دې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق نه مخکښې روان وى.“
ستاسو ښځې، ماشومان او څاروى به په هغه زمکه باندې پاتې شى چې موسىٰ د اُردن سيند بلې غاړې ته تاسو له درکړې ده. خو ستاسو تکړه لښکر به سره د وسلې د بنى اِسرائيلو وروڼو د مدد دپاره مخکښې روان وى،
تقريباً څلوېښت زره سړى سره د وسلې د مالِک خُدائ په حضور کښې يريحو سره نزدې مېدان ته لاړل.
تۀ او ستا سپاهيان به روزانه تر شپږو ورځو پورې يو چکر د ښار نه ګېرچاپېره لګوئ.
نو يشوَع د نون زوئ اِمامان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واخلئ او په تاسو کښې دې اووۀ اِمامان د بيګلو سره مخکښې روان شى.“
نو چې څنګه يشوَع حُکم کړے وو، وسله بند سړى د بيګلو غږوونکو اِمامانو نه مخکښې روان شول او په هغوئ پسې هغه اِمامان روان وُو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو او شا ته ورته نور وسله بند سړى وُو. او په هغه ټول وخت کښې بيګلې غږېدې.