6 نو يشوَع د نون زوئ اِمامان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واخلئ او په تاسو کښې دې اووۀ اِمامان د بيګلو سره مخکښې روان شى.“
او دا بازوګان د صندوق د وړولو دپاره په کړو کښې دواړو طرفونو ته وردننه کړه.
په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو
تاسو د اُردن نه پورې وتئ او يريحو ته راغلئ. د يريحو سړو ستاسو خِلاف جنګ وکړو، هم هغه شان چې څنګه اموريانو، فرزيانو، کنعانيانو، حِتيانو، جرجاسيانو، حِويانو او يبوسيانو کړى وُو. خو ما تاسو له په هغه ټولو باندې فتح درکړه.
او خلقو ته يې حُکم ورکولو، ”کله چې تاسو وګورئ چې اِمامان د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د لوظ صندوق اوړى نو د خپل ځائ نه پاڅئ او هغوئ پسې ځئ.
بيا يشوَع اِمامانو ته وفرمائيل چې، ”د لوظ صندوق اوچت کړئ او دې سره د خلقو نه مخکښې ځئ.“ او څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو نو هغوئ هم هغه شان وکړل.
بيا دې هغوئ په يو اوږد آواز سره بيګل وغږوى. او څنګه چې تاسو دا آواز واورئ نو ټول خلق دې د اوچت آواز سره يو نعره ووهى نو د ښار دېوالونه به راوغورزيږى او بيا به ستاسو ټول لښکر سيدها ښار ته ورننوځى.“
بيا هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”د ښار نه ګېرچاپېره مزل شروع کړئ او وسله بند سړى دې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق نه مخکښې روان وى.“
نو چې څنګه يشوَع حُکم کړے وو، وسله بند سړى د بيګلو غږوونکو اِمامانو نه مخکښې روان شول او په هغوئ پسې هغه اِمامان روان وُو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو او شا ته ورته نور وسله بند سړى وُو. او په هغه ټول وخت کښې بيګلې غږېدې.
کله چې هغه ژوندى پاتې شوى کسان واپس خېمو ته راغلل، نو د بنى اِسرائيلو مشرانو ووئيل، ”مالِک خُدائ فلستيان ولې پرېښودل چې مونږ له شکست راکړى؟ ځئ چې لاړ شُو او د سيلا نه د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوړُو، نو دا به زمونږ سره ځى او مونږ به د خپلو دشمنانو نه بچ کوى.“