Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 6:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 تۀ او ستا سپاهيان به روزانه تر شپږو ورځو پورې يو چکر د ښار نه ګېرچاپېره لګوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 6:3
9 Iomraidhean Croise  

د ډيګۍ ګېرچاپېره په ټوله بهرنۍ څنډه باندې د يو بل دپاسه د ښائسته ښکارېدو دوه قطارونه وُو. د ښائسته ښکارېدو دا قطارونه د غوَيانو د بُتانو په شکل کښې وُو، چې دا ټول د پوره ډيګۍ سره يوه ټُکړه شوى وُو.


د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت مۀ کوئ او د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ کوم چې هلته اوسيږى. هغوئ له شکست ورکول مونږ ته آسان دى. مالِک خُدائ زمونږ مل دے او هغه خُدايانو له يې شکست ورکړے دے چې هغوئ يې بچ کول، نو مۀ يرېږئ.“


په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.


هغۀ دې کسانو ته وفرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يو ځل د ښار نه ګېرچاپېره وګرځوئ.“ بيا هغوئ کېمپ ته واپس راغلل او شپه يې هلته تېره کړه.


نو په دوېمه ورځ هغوئ د ښار نه ګېرچاپېره يو ځل بيا چکر ولګولو او بيا کېمپ ته واپس راغلل. هغوئ شپږ ورځې داسې کول.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ما يريحو سره د هغې د بادشاه او سره د هغې د بهادرو سپاهيانو، تا ته حواله کړے دے.


اووۀ اِمامان به د لوظ صندوق نه مخکښې روان شى چې د هر يو سره به يو يو بيګل وى. نو په اوومه ورځ به تۀ او ستا سپاهيان د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې لګوئ او اِمامان بيګلى غږوى.


بيا هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”د ښار نه ګېرچاپېره مزل شروع کړئ او وسله بند سړى دې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق نه مخکښې روان وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan