Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 6:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 6:26
9 Iomraidhean Croise  

د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې د بيت‌ايل، حى‌اېل د يريحو ښار بيا جوړ کړو. کله چې حى‌اېل د يريحو بنياد کېښودو نو د هغۀ مشر زوئ ابيرام مړ شو او چې کله يې دروازې جوړې کړې نو د هغۀ کشر زوئ سجوب مړ شو، هم هغه شان لکه چې مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع په ذريعه د دې پېشګوئې کړې وه.


خو اخى‌اب ووئيل، ”ما درته څو ځلې وئيلى دى؟ چې کله تۀ ما ته د مالِک خُدائ په نوم خبرې کوې، نو رښتيا وايه.“


بيا الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس تۀ دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې يريحو ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ سره او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به ستا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ يريحو ته لاړل.


ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.


خو عيسىٰ چپ پاتې شو. نو بيا مشر اِمام ووئيل چې، ”زۀ د ژوندى خُدائ پاک قَسم درکوم چې ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، د خُدائ پاک زوئ يې کۀ نه؟“


بيا ځينې دم آچوونکى يهوديان چې سيلانيان وُو نو هغوئ به هم د پيريانو د ايستلو دپاره د مالِک عيسىٰ نوم دغه شان استعمالولو. هغوئ به وئيل چې، ”تاسو ته د هغه عيسىٰ په نوم حکم درکوو چې پولوس يې بيانوى رابهر شئ.“


بيا دا د ينوحاه نه لاندې عطارات او نعراه ته تلے وو، چې يريحو ته رسېدلے وو او د اُردن سره ختم وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan