يشوَع 6:25 - Pakistani Yousafzai Pashto25 خو يشوَع د راحب کنجرې او د هغې د ټولو خپلوانو ژوند بچ کړو، ځکه چې هغۀ کوم جاسوسان يريحو ته لېږلى وُو هغوئ له يې پناه ورکړې وه. د هغې اولاد تر اوسه پورې د بنى اِسرائيلو سره اوسيږى. Faic an caibideil |
هغې جواب ورکړو، ”څۀ سړى زما کور ته راغلى وُو خو ما ته پته نشته چې دوئ د کوم ځائ وُو. هغوئ د ښار دروازې بندېدو نه لږ مخکښې د نمرپرېواتو په وخت دلته نه لاړل. ما ترې نه دا پته ونۀ لګوله چې هغوئ چرته تلل، خو کۀ تاسو اوس په هغوئ پسې ورمنډه کړئ نو وروبه رسېږئ.“ خو راحب هغه جاسوسان چت ته خېژولى وُو او هغې چې هلته کوم د سنډ بوټى اېښى وُو نو د هغې لاندې يې پټ کړى وُو.