يشوَع 6:24 - Pakistani Yousafzai Pashto24 بيا هغوئ ښار او په هغې کښې هر څۀ وسوزول، خو صِرف سرۀ زر، سپين زر، زېړ او اوسپنه هغوئ پرېښودل او د مالِک خُدائ په خزانه کښې يې کېښودل. Faic an caibideil |
د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.