22 خو يشوَع هغه دوو کسانو ته وفرمائيل چا چې جاسوسى کړې وه، ”د هغه کنجرې کور ته لاړ شئ او څنګه چې تاسو د هغې سره وعده کړې ده هغه او د هغې خاندان راولئ.“
(د جبعون خلق اِسرائيليان نۀ وُو، هغوئ د اموريانو ژوندۍ پاتې شوې يوه وړه ډله وه او اِسرائيلو دا لوظ کړے وو چې هغوئ به ژوندى پرېږدى خو ساؤل د يهوداه او د اِسرائيل د قوم پرستۍ په وجه غوښتل چې اموريان تباه کړى.)
خو د مالِک خُدائ په نوم د هغه قسم په وجه چې هغۀ او يونتن د يو بل سره کړے وو، داؤد مفيبوست ژوندے پرېښودو، مفيبوست د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ وو.
چې منکرانو ته سپک ګورى او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى، کۀ هر څومره ورته سخته وى خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،
بيا هغۀ د شاهى خاندان نه يو کس خوښ کړو، او د هغۀ سره يې لوظ وکړو او د وفادارۍ قسم يې ترې نه واخستلو. هغۀ د ځان سره د مُلک مشران هم بوتلى وُو،
مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه به د بابل په مُلک کښې مړ شى، د هغه بادشاه په مُلک کښې چا چې هغه په تخت کښېنولے وو، د چا قسم ته چې هغۀ سپک وکتل او چې د چا لوظ يې مات کړو.
هم د ايمان په وسيله راحب کنجره د نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چې هغې اِسرائيلى جاسوسان په خير قبول کړى وُو.
دا ښار او په دې کښې هر څۀ به مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د تباه کولو دپاره پېش کړے شى. صِرف راحب کنجره او د هغې خاندان به بچ کړے شى ځکه چې هغې زمونږ جاسوسانو له پناه ورکړې وه.
نو هغوئ لاړل او راحب يې سره د هغې د مور او پلار، وروڼو او خوېندو او باقى خاندان سره رابهر کړه. هغوئ هغه ټول خاندان او نوکران محفوظ ځائ ته بوتلل چې د بنى اِسرائيلو کېمپ سره نزدې وو.
يشوَع د جبعون خلقو سره د امن تړون وکړو او هغوئ يې ژوندى پرېښودل. د بنى اِسرائيلو مشرانو کلکه وعده وکړه چې په معاهده باندې به عمل کوى.
نو هغۀ ورته لار وښودله او د اِفرائيم او منسى خلقو په ښار کښې هر يو کس ووژلو او صِرف دا سړے او د هغۀ کورنۍ يې پرېښوده.