Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 6:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کوم څيزونه چې تباه کولے شى د هغې نه به تاسو هيڅ هم نۀ اخلئ، کۀ چرې تاسو داسې وکړئ نو تاسو به د بنى اِسرائيلو په کېمپ باندې تکليف او تباهى راولئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 6:18
20 Iomraidhean Croise  

د داؤد په بادشاهۍ کښې درې کاله ډېر سخت قحط وو. نو داؤد د مالِک خُدائ سره د دې په حقله خبره وکړه او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ساؤل او د هغۀ خاندان خُون کړے دے، ځکه چې هغۀ د جبعون قبيلې خلق ووژل.“


حِکمت د جنګ د وسلو نه طاقتور دے، خو يو ګناهګار کس ډېر زيات ښۀ کارونه تباه کولے شى.


”ما اوچت کړئ او سمندر ته مې وغورزوئ،“ يُونس ورته جواب ورکړو، ”نو طوفان به قلار شى. ما ته پته ده چې دا زما غلطى ده چې په تاسو دا لوئ طوفان راغلو.“


مينه دې بې‌ريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.


دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.


د تيارې په بې‌فائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.


د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


کۀ د شپې شېطان يو سړے دوکه کړى او هغه په دې وجه ناپاک شى، نو هغه دې د خېمو نه بهر ووځى او هلته دې پاتې شى.


هغه بُتان خپلو کورونو ته مۀ راوړئ، ګنې په تاسو به هم هغه لعنت وى کوم چې په هغوئ دے. تاسو خامخا د دې بُتانو نه کرکه کوئ او سپک ورته ګورئ، ځکه چې دا لعنتى دى.


د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.


خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.


پاڅه. خلق زما حضور ته راتلو دپاره پاک او تيار کړه. هغوئ ته ووايه چې سبا تيار اوسئ ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې وايم چې، بنى اِسرائيلو، تاسو سره وقف شوى څيزونه دى. تاسو تر هغې پورې د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شئ کولے چې دا څيزونه مو لرې کړى نۀ وى.


څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“


او يشوَع وفرمائيل، ”تا ولې په مونږ داسې سخت تکليف راوستے دے؟ اوس به مالِک خُدائ په تا تکليف راولى.“ بيا ټولو خلقو عکن سنګسار کړو او مړ شو. هغوئ د هغۀ خاندان سنګسار کړل او هغوئ يې سره د هر څۀ وسوزل.


زما ګرانو بچو، د بُتانو نه ځان وساتئ.


خو ساؤل او د هغۀ سړو د اجاج ژوند بچ کړو او ښې ګډې، څاروى او څورب سخى او ګډُورى يې ونۀ وژل او داسې نور ښۀ څيزونه يې هم تباه نۀ کړل، هغوئ صِرف هغه څيزونه تباه کړل چې کمزورى او بې‌کاره وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan