يشوَع 6:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 دا ښار او په دې کښې هر څۀ به مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د تباه کولو دپاره پېش کړے شى. صِرف راحب کنجره او د هغې خاندان به بچ کړے شى ځکه چې هغې زمونږ جاسوسانو له پناه ورکړې وه. Faic an caibideil |
ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى.