Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 6:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 په اوومه ورځ سحر وختى چې رڼا شروع کېده نو هغوئ پاڅېدل او په دغه ورځ يې د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې ولګولې. صِرف په دې ورځ هغوئ ګېرچاپېره اووۀ چکرې ولګولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 6:15
7 Iomraidhean Croise  

سحر سبا راپاڅمه او د مدد دپاره تا ته سوال زارى کومه او زۀ ستا په کلام خپل اُميد تړمه


د سبت ورځ تيره شوه او د اِتوار د ورځې سحر کېدونکے وو چې مريم مګدلينى او هغه بله مريم د قبر ليدو له راغلې.


هم د ايمان په وسيله د يريحو ښار دېوالونه د بنى اِسرائيلو تر اوو ورځو پورې ګېرچاپېره تاوېدلو نه پس راونړېدل.


په بل سحر يشوَع او ټول اِسرائيليان وختى پاڅېدل. او د شطيم کېمپ نه روان شول او اُردن ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې او انتظار يې کولو چې د هغه ځائ نه پورې غاړه واوړى.


نو په دوېمه ورځ هغوئ د ښار نه ګېرچاپېره يو ځل بيا چکر ولګولو او بيا کېمپ ته واپس راغلل. هغوئ شپږ ورځې داسې کول.


په اوؤم چکر باندې چې کله اِمامانو بيګلې وغږولې نو يشوَع خلقو له حُکم ورکړو، ”چغې ووهئ ځکه چې مالِک خُدائ دا ښار تاسو له درکړے دے.


نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan