14 نو په دوېمه ورځ هغوئ د ښار نه ګېرچاپېره يو ځل بيا چکر ولګولو او بيا کېمپ ته واپس راغلل. هغوئ شپږ ورځې داسې کول.
هغۀ دې کسانو ته وفرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يو ځل د ښار نه ګېرچاپېره وګرځوئ.“ بيا هغوئ کېمپ ته واپس راغلل او شپه يې هلته تېره کړه.
په اوومه ورځ سحر وختى چې رڼا شروع کېده نو هغوئ پاڅېدل او په دغه ورځ يې د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې ولګولې. صِرف په دې ورځ هغوئ ګېرچاپېره اووۀ چکرې ولګولې.
تۀ او ستا سپاهيان به روزانه تر شپږو ورځو پورې يو چکر د ښار نه ګېرچاپېره لګوئ.