يشوَع 6:12 - Pakistani Yousafzai Pashto12-13 يشوَع په ورپسې ورځ سحر وختى پاڅېدو او په دوېم ځل اِمامانو او سپاهيانو د ښار نه ګېرچاپېره چکر ولګولو هم په هغه ترتيب سره چې په وړاندينۍ ورځې يې کړى وُو. مخکښې وسله بند سړى، ورپسې اووۀ اِمامان چې اووۀ بيګلې يې غږولې، او بيا هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو، او په آخر کښې شاته نور وسله بند سړى وُو. او په هغه دوران کښې بيګلې غږېدې. Faic an caibideil |