10 خو يشوَع خلقو له حُکم ورکړو چې، ”چغې مۀ وهئ او چې تر کومې ورځې پورې ما حُکم نۀ وى درکړے نو د خولې نه يوه خبره هم مۀ وباسئ.“
نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“
هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى.
ګورئ، زۀ تاسو ته هغه څوک درلېږم د چا چې زما پلار تاسو سره وعده کړې وه، خو په دې ښار کښې تر هغې پاتې شئ ترڅو چې په تاسو آسمانى قوت نازل شوے نۀ وى.“
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى.
هغۀ دې کسانو ته وفرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يو ځل د ښار نه ګېرچاپېره وګرځوئ.“ بيا هغوئ کېمپ ته واپس راغلل او شپه يې هلته تېره کړه.